د طالبانو ډلې يو پاکستانى ماين جوړونکى په ننګرهار کې ووژل شو
کابل / د چنګاښ٦ مه / باختر
يو پاکستانى طالب چې ويل کېږي د ماينونو د جوړولو ماهر و، د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.
دغه طالب نن سهار د اچين ولسوالۍ په عبدال کلي کې په خپل پټنځې کې د ماينونو په جوړولو بوخت و چې ماين وچاوديد او ووژل شو.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې چاودنه کې د پاکستاني طالبانو دغه غړى ووژل شو او پټنځى يې دړې وړې شو.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ