نړۍ

د طالبانو ډلې ته دامريکا خبر دارى .

واشنګټن – نړيوالۍ خبري منابع  – باختر د کب دمياشتې ١٧
دامريکا متحده ايالاتو له طالبانو څخه غوښتي دي چې دخبرو ميزته راشي او ټينګار کوي چې دافغانستان ګاونډيان پلان لري چې ددغه هيواد دحکومت ملاتړ وکړي ، نه د طالبانو .
امريکا دافغانستان د دوو ګاونډيانو پاکستان او چين ترڅنګ ، دسولې لپاره دخبرو دڅلور اړخيزې ډلې غړې ده .
دسولې په خبرو کې د طالبانو دنه ګډون په باب دخبرونو له خپريدو وروسته ، دامريکا دبهرنيو چارو وزارت پرون ديوې اعلاميې په خپرلو سره وويل: طالبان يو انتخاب لري يا د سولې په خبرو کې چې په ښه نيت سره ترسره کيږي ګډون وکړي  يا دا چې هغې جګړې ته دوام ورکړي چې خپل هيواد وال پکې ووژني او خپل هيواد ويجاړ کړي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي که چيرې طالبان دجګړې لاره غوره کړي ، دافغان ځواکونو او دهغوى دنړيوالو شريکانو دګډو پوځي هڅو له دوام سره به مخامخ شي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دغه خبردارى په داسې حال کې ورکړ شوى دى چې دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني هم پرون دملي شورا دشپاړلسمې دورې دشپږم کال دپرانستلو په مراسمو کې وويل: دسولې دتامينولو لپاره کلکه اراده لري خو حکومت دهغو کسانو په وړاندې چې جګړې ته دوام ورکوي،پوره تيارى لري.
ده وويل دسولې دتامينولو لپاره هيله من يو او هڅه کوو او غافل نه يو ،دهغو کسانو په وړاندې چې جګړه په موږ تپي دمقابلې لپاره چمتو يو. ټاکل شوې وه د طالبانو له استازو سره دافغانستان دحکومت مستقميې خبرې د روانې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې پيل شي. خو طالبانو دشنبې په ورځ ديوې اعلاميې په خپرلو سره په دې غونډه کې دخپلو استازو دنه ګډون خبر ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته