کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
په کندز کې دکوماندو دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو څو – سترې اډې دړې وړې شوې.
دهيواد په شمال ختيځ کې دکوماندو دځواکونو وياند جاويد سليم باختر اژانس ته خبر ورکړ : دکوماندو دځواکونو په هغو عملياتو کې چې دځمکې له لارې او ددغو ځواکونو په هوايي ملاتړ سره دکندز دچار درې ولسوالۍ په يتيم کلي کې تيره شپه ترسره شول د وسله والو طالبانو څو سنګرونه ويجاړ او ددغې ډلې يو شمير کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې دقيق شيمر يې څرګند نه دى .
سليم زياته کړه : په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل ، چاوديدونکى توکي ، ماينونه ، موټر سايکلونه زغروال واسکتونه په دغه کلي کې امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دکوماندو دځواکونو وياند زياته کړه : له طالبانو څخه ترلاسه شوي جنګي وسايل او نور توکي په سيمه کې وسوځول شول.
ويل کيږي په دغو عملياتو کې يو پوځي ټپي شوى خو ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.
0 1 دقیقه لوستل