د طالبانو څلور تنه جپګوړي قوماندانان ووژل شول .

کابل باختر د وري اتلسمه :
دوسله والو طالبانو  څلور تنه جګپوړي قوماندانان په ننګرهار ولايت کې  ووژل شول .
  دغو قوماندانانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې له خپلو افرادو سره  په يوه غونډه کې غوښتل  چې يولړ ډار اچوونکو بريدونو ته سازمان ورکړي چې بريد پرې وشو.
  په ملاتور مشهور ملا توريالى  ، پاچا ، په سنګرمشهور ملا شفيق او ملا مسکين  د طالبانو هغه قوماندانان دي  چې دپوځيانو  په دې بريد کې  ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني  باختراژانس ته وويل   چې  په دې عملياتو کې د طالبانو  د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه  وسله وال طالبان  ټپيان شول .
  ده وويل  د طالبانو وژل شوي قوماندانان   په دغه ولايت کې  د زياتو ناامنيو اصلي عاملينو  و . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته