نړۍ

د طالبانو په پټنځايونو د پاکستان نوي هوايي بريدونه

پيښور دي دان – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
د پاکستاني پوځيان د خبرځايو د څرګندونو له مخې: د خيبر ايجنسۍ په قبايلي او د شمالي وزيرستان په سيموکې د دغه هيواد د الوتکو او توپدارو هليکوپټرونو په نوي بريدونوکې څه ناڅه ٤٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په دغو بريدونوکې دغه راز د ياغيانو ٧ پټنځايونه، ٩ نقليه واسطې او څو موټر سايکلونه له منځه وړل شوي دي .
دغه بريدونه نن سهار د خيبر ايجنسۍ د تيرا وادي د کوکي خيلو او د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې ترسره شول، خو خپور شوي تلفات په مستقل ډول نه دي تاييد شوي. ځکه دغو سيموته د ژورناليستانو لاسرسى محدود دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته