امنیت

د طالبانو يو پخوانى قوماندان : پاکستان موږ ته لارښونه کوله چې پلونه ، سړکونه او ښوونځي ويجاړ کړو.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دوسله والو طالبانو د ډلې دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو له خپلو افرادو سره په ننګرهار ولايت کې له جګړې څخه لاس واخيست او عادي ژوند يې غوره کړ.
ملا امين الله او منتظر مخکې له دې دننګرهار ولايت د شيرزادو ، خوږياڼيو ، حصارک ،بټي کوټ ،  غني خيلو او دمومند درې د ولسواليو په مربوطاتو کې دځينو تروريستي بريدونو رهبري په غاړه  لرله.
دغه قوماندانان نن سهار تر خپل امر لاندې لسو تنو سره د سولې له پروګرام سره
يو ځاى شول.
يوله دغو قوماندانانو څخه ملا امين الله باختر آژانس ته وويل :  له پاکستان څخه موږ ته  لارښونه کيده چې   پلونه ، ښوونځي او نور ټولګټې تاسيسات ويجاړ کړى .
وروسته موږ په  دې پوه  شو چې ولې دپاکستان په  لارښونه خپل هيواد ويجاړ کړو .
ده عادي ژوندانه ته  دستنيدو په مراسمو کې ژمنه وکړه چې له   دې وروسته به دخپل هيواد په بيا جوړولو او د امنيت په  تامينولو کې هلې ځلې   وکړي .
دننګرهار ولايت دسولې د شورا رييس حاجي ملک نظير وايي چې  د  سولې له پروګرام سره يوځاى شويو قوماندانانو ملا امين الله او منتظر خپل په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل هم امنيتي مامورينو ته سپارلي دي  .
دملک نظير دڅرګندونو له مخې :  دغو دوو ډلو طالبانو دملي امنيت او ددوى
په هلو ځلو سره له جګړې څخه لاس اخيستى دى .
دترلاسه شويو شميرنو له مخې  په ختيځ  ولايت ننګرهار کې دسولې دعالي شورا
د نمايندګې  دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې څه ناڅه دوه سوه درې اويا تنو وسله والوطالبانو له جګړې څخه لاس اخيستى دى اوعادي ژوند يې غوره کړي دي.
دننګرهار ولايت دسولې د شورا رييس د څرګندونو له مخې  :  عادي   ژوندانه   ته  ددغو طالبانو ستنيدل د دغه ولايت دامنيت په ښه والي  کې اغيزمن رول  لري.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې   راستنو شويو طالبانو ته  دکار او کسب د زده کړې زمينه برابروي  .
دغه راز تر يو وخته پورې هر  راستانه شوي قوماندان ته  په مياشت کې ديارلس زره افغانۍ او هر طالب ته  اته زره افغانۍ معاش   ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته