د طالبانو يو مهم قوماندان په هرات کې ووژل شو

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان له څو نورو طالبانو سره نن په هرات کې ووژل شو.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان مولوي بور له څو نورو طالبانو سره د هرات د زېرکوه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته