د طالبانو يو مشهور قوماندان په بادغيس کې ټپي شو

کابل باختر دوږي  څوارلسمه :
په بادغيس ولايت کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان پرون مازيګر  ټپي شو او درې تنه افراد يې ووژل شول .
  د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي باختر آژانس ته وويل چې د بادغيس ولايت د مرکز په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان په سياه خان مشهور ملا غوث الدين د هغه ماين د چاودنې له امله چې د طالبانو له خوا ښخ کړى شوي و، ټپي شو  .
  ده زياته کړه چې په دې پيښه کې د دغه قوماندان درې تنه افراد ووژل شول .
ملا غوث الدين  د ملمنجيانو په سيمه او دهرات _ قلعه نو  دلويې لارې د سبزک په غاښي کې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و .
ديوبل خبرله مخې:
دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ امنيه قوماندان پرون له خپل يو سرتيري سره  د ماين د چاودنې له امله  شهيد شو .
  دبادغيس دوالي وياند باختر اژانس ته وويل چې د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان اسمعيل خان شکوري کله يې چې غوښتل له خپل يو سرتيرى سره دپوليسو د پوستو دڅيړنې لپاره لاړ شي، د دوى د سپرلۍ موټرسايکل ددغې ولسوالۍ  د ميران زايي په سيمه کې په ماين وخوت چې دچاودنې له امله ټپي شو .او ولايت مرکز ته  دليږدونې په وخت کې يې سا ورکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته