د طالبانو يو قوماندان په پروان کې ونيول شو
کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
د طالبانو د ډلې يو قوماندان په پروان ولايت کې ونيول شو.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د خاصې قطعې د پوليسو او د ملي اردو د ځواکونو په ګډو عملياتوکې چې دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دقوماندان فريد په نامه د دولت يو مخالف چې د دغه ولايت دبګرام ولسوالۍ د پنج قلعه د کلي او سيدونکى دى او پخوا په کندز ولايت کې ټپى شوى و؛ د بګرام ولسوالۍ د ملي امنيت د ځواکونو په همکارۍ ونيول شو او د همغږۍ د مرکز قوماندانۍ ته وسپارل شو.