امنیت

د طالبانو يو قوماندان په دانګام کې ووژل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د تروريستو طالبانو د ډلې يو قوماندان د کونړ ولايت په دانګام کې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د تروريستو طالبانو د شبکې قوماندان په زبير مشهور حبيب الله چې په دانګام کې يې د بهرنيو تروريستانو لارښوونه کوله او په کونړکې د زياترو تروريستي فعاليتونو طرحه کوونکى و؛ په دانګام ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره د جګړى په بهيرکې ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو يو بل قوماندان د درندو وسلو له يوې اندازې مهماتو او چاويدونکو توکو سره د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته