کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له ٢٤ تنو افرادو سره يې نن د فراه ښار په مربوطاتوکې ووژل شو.
دفراه ولايت وياند محمد اقبال باهر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په هغې جګړه کې چې دپوځي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د فراه ښار په مربوطاتوکې ونښته؛ د طالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان ملا رشيد له ٢٤ تنو افرادو سره يې ووژل شو .
خبرځاى وويل: په دې جګړه کې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ