امنیت

د طالبانو يو قوماندان له شپږو افرادو سره يې په قندهار کې ووژل شو

د قندهارښار / د چنګاښ١٩مه/ باختر
د وسله والو طالبانو يو قوماندان له شپږو افرادو سره يې قندهار کې په هوايي بريد کې
ووژل شو.
په ملافريد او افرادو يې تېره شپه د معروف ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې پر يوې پوځې پوستې يې يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې  د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانويو سيمه ييزقوماندان له شپږو افرادو سره يې ووژل شو او درې نوريرغلګر ټپيان شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته