امنیت

د طالبانو يو قوماندان له ديارلسو تنو افرادو سره يې په ننګرهارکې ووژل شو

کابل باختر دلړم لومړۍ
د وسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو ديارلسو تنو افرادو سره تېره شپه د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د ايتلاف دځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو .
  د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ايتلاف د ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو په ځالو بريدونه وکړل چې په نتيجه کې د مولوي عبدالجبار په نامه د دغې ډلې يو قوماندان له ديارلسو تنو افرادو سره يې  ووژل شو .
دغه راز د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د اوزبين په سيمه کې د ايتلاف د ځواکونو په هوايي بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د يوبل خبرله مخې:
د کونړ ولايت د ناړۍ او د نورستان ولايت د نورګرام او کامديش د ولسواليو په مربوطاتوکې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو  د جلا جلا چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ۲۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۲۵ تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياتوي چې د پنځو تنو وسله والو طالبانو مړي تر اوسه پورې د جګړې په ډګر کې پاتې دي .
دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
   ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته