د طالبانو يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي کشف شول

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
امنيتي ځواکونو د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو د ډلې د يوې زياتې اندازې  چاوديدونکو توکو په کشفولو بريالي شوي دي .
  دغه چاوديدونکو توکو له پاکستان څخه بار شوي و او ټيک هغه وخت چې د تورخم له لارې کابل ته ليږدول کيدل؛ د سرحدي ځواکونو له خوا کشف او درول شوي دي .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په زرګونوکيلوګرامه چاوديدونکو ترلاسه شوي دي .
  ده وويل: دغه چاوديدونکي توکي د مسافرو او تجارتي کاروانونو پرمخ د تورخم لارې له پرانستلو ټيک يو ساعت وروسته له پاکستان څخه افغانستان ته ليږدول شوي و.
د سرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې د دغو چاوديدونکو توکو دوه تنه ليږدونکي نيول شوي دي .
په همدې حال کې ويل کيږي چې کشف شوي چاوديدونکي توکي د ويجاړولو زيات قدرت لري .
طالبان او نور ډار اچوونکي ډلې تل چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه افغانستان ته ليږدوي او له هغو څخه د بمونو، ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو په جوړولوکې استفاده کوي .
د افغانستان په ختيځ او جنوب کې د تورخم او سپين بولدک لارې له زياتې مودې وروسته د پاکستان د صدر اعظم نوازشريف په لارښوونه پرانستلې شوې او مسافرين  او تجارتي کاروانونو د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته