امنیت

د طالبانو يوسيمه ييز قوماندان ووژل شو

 کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان په غور ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شو.
په دغو جګړو کې چې نن سهار  په دولتيار ولسوالۍ کې رامنځته شوې؛ يوبل طالب هم ووژل شو او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو  جګړوکې دطالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون دوه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل: په دغو وسله والو طالبانو په دولتيار ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو  د بريد په وخت کې د پوځيانو له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي په دغو جګړوکې يو پوځي هم شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته