امنیت

د طالبانو نهه کليدي غړي په لوګرکې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
د طالبانو ٩ کليدي غړي تېره شپه په لوګرکې د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د هوايي قوتونو په همکارۍ د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په بابري او الف خان کليوکې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې پايله کې د طالبانو ٩ کليدي غړي ووژل شول.
رحيمي زياتوي چې په عملياتوکې د ډار اچوونکو د څو پيکاوو په ګډون څو جنګي وسايل له منځه يوړل شول او درې ماينونه هم په ساحه کې کشف او شنډ کړاى شول.
ختم- سعيده –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته