کابل باختر د کب دمياشتې ٩ :
د طالبانو مشر له انتظارڅخه لرې په يوه اقدام کې له خپلو افرادو څخه يې غوښتي دي تر څو دنوي کال په راتلوسره د نيالګيو په ايښودلوکې اقدام وکړي ترڅو ځمکه ښکلي او سمسوره شي .
د باخترآژانس د خبرله مخې : دطالبانو مشرملاهيبت الله له خپلو پلويانو څخه وغوښتل ترڅو ديوه نيالګي په ايښودلو سره دخير عمل تر سره کړي .
ده له طالبانو څخه وغوښتل ترڅو دځمکې دښکلا لپاره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي کښنوي.
مخکې له دې دطالبانو مشر خپلو افرادو ته لارښوونه کړې وه تر څو دموسسو او عامه ګټود تاسيساتو له ويجاړولو څخه دې ډډه وکړي او برعکس دامنيت دتامينولو لپاره دې کار وکړي، خو دا چې نه يوازې طالبانود تاسيساتو دامنيت په تامينولو کار ونه کړ بلکې دعامه ګټو دپروژو په ويجاړلو يې لاس پورې کړ.
د فراه ، هلمند اودکندز ولايتونو سيمه ييزو مقاماتو په وار وار ويلي دي چې طالبان دګاونډيو هېوادونو لکه ايران او پاکستان له خواد مشورې اودستور په اخيستلو سره د بندونو او نورو پرمختيايي پروژو د جوړولو مخه نيولې ده .
دمسوولينو او پوځي کارپوهانو په باور دهېواد د جوړولو ، سمسورتيا لپاره کارلرې دى ځکه دوى دهېواد دويجاړولو ژمنه کړې ده .
که چېرې دوى وايي چې موږ نيالګي کښينوو دا لرې خبره ده ځکه طالبان يوازې ماينونه او بمونه ښخوي اوکه چېرې کوم کار هم وکړي د هېواد دويجاړولو اوبربادۍ لپاره کار کوي ، دغه شان اعلاميې له تبليغاتو پرته بل څه نه دي.
1 1 دقیقه لوستل