د طالبانو له قيد څخه اوولس تنه ازاد شول

 ترينکوټ  باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
اوولس تنه سپرلۍ پرون  په روزګان ولايت کې  د وسله والو طالبانو له قيد څخه آزادې شوې .
دباخترآژانس دخبرله مخې  ؛  د روزګان ولايت سيمه ييز مسوولان وايي  چې دغه سپرلۍ په دغه  ولايت کې د قومي مخورو په منځگړيتوب  د وسله والو طالبانو له  قيد څخه آزاد شوي دي.
مسوولان وايي ؛   ديارلس تنه  نورې سپرلۍ لا هم د وسله والو طالبانوپه قيد کې دي  او د هغو د آزادولو لپاره  هم هلې ځلې دوام لري.
دغه  سپرلۍ دوه   اوونۍ مخکې  د وسله والو  طالبانو له   خوا د قندهار_ روزګان  د  لويې لارې په  اوږدو کې  له يوه  مسافر  وړونکي بس موټر څخه تښتول شوې وې. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته