کابل باختر د کب لسمه :
دملي دفاع وزارت يوخبرځاى وايي: دطالبانو د ډلې يو قوماندان تېره شپه په هلمند ولايت کې دملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
د طالبانو د ډلې دغه قوماندان عبدالله عزيز بلل شوى دى چې دهلمند ولايت د نهر سراج په ولسوالۍ کې په ورانکارو فعاليتونوکې ښکيل بلل شوى دى.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دغه قوماندان د ورانکاروفعاليتونو دترسره کولوپه وخت کې له دووتنوافرادو سره يې له يوه کلاشينکوف او يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره ونيول شو .
د يوبل خبر له مخې: د وسايطو ضد شپيته ماينونه چې نوى د وسله والو طالبانو له خوا د هيواد په بېلابېلوسيموکې د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد ښخ کړى شوي و؛ دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې کشف او شنډکړى شول.
0 1 دقیقه لوستل