کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
د طالبانو د ډلې يو قوماندان په سرپل ولايت کې ووژل شو او دوه تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول .
دملي امنيت د لوى رياست ادارې نن باختر آژانس ته د يوې خبرپانې په ليږلو سره ليکلي دي: درې تنه ډار اچوونکي چې غوښتل يې د ملي اردو د کومانډو يو سرتيرى ترور کړي؛ له امنيتي ځواکونو سره مخامخ شول چې د جګړې له امله په ملا متين مشهور د نيک محمد په نامه د دوى يو قوماندان ووژل شو او په ترابي زين الله او د خيرمحمد په نومونو دوه تنه نوريې له يو کلاشينکوف او يو موټر سايکل سره د ملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شول .
دملي اردو هغه سرتيرى چې د طالبانو له خوا د هغه د ترور پروګرام طرحه شوى و؛ له خپلې کورنۍ سره د رخصتۍ د تيرولو نيت درلود او په همدې مقصد د سرپل مرکزته روان و.
0 1 دقیقه لوستل