امنیت

د طالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان چې ځان قهرمان بولي پرون  په  ننګرهار ولايت کې   د  ملي دفاع وزارت  د ځانګړو قطعاتو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:.
نيول شوى قوماندان د طالبانوته دمهماتو په برابرولو ، د ډار اچوونکو فعاليتونو دپلان او طرحې په  جوړولو او  په اکمالاتي کاروانونو په بريدونو کې رول درلود چې له يوساتونکي سره يې دننګرهار ولايت دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې دملي دفاع وزارت دخاصو قطعاتو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې ونيول شو.
له دغه قوماندان څخه يوه اندازه پوځي وسايل  هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته