امنیت

د طالبانو د ډلې يو قوماندان قندهار ښارته څيرمه ونيول شو.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
د طالبانو د ډلې يو قوماندان چې په قندهار ښارکې  يې ديوې تروريستي شبکې
دځانمرګو بريدونو د سازمان ورکولو رهبري کوله  له افرادو سره يې ونيول  شو .
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي  :
دوسله والو طالبانو د پنحلس کسيزې  ډلې   مشراخترمحمد له   افرادو سره يې قندهار ښارته  په څيرمه سيمه کې ونيول  شو .
د طالبانو  د ډلې دغه قوماندان په تروريستي او ورانکارو فعالتيونو ، د افرادو
او اشخاصو  په وژلو او دشبنامو په خپرولو بوخت و له يوه توغندي ، دوه ميله پيکا پنځوکلاشينکوفونو او له پنځو تومانچو سره دملي امنيت دلوي رياست د موظفينو له خوا ونيول شو.
دغو کسانو د قندهار ښارته  څيرمه په تروريستي ، ورانکار او   د لوټمارۍ  په فعاليتونو بوخت وو  چې په دې وروستيو وختو کې دګران په نامه دقندهار ښار
يو تن اوسيدونکى وژلى او د ده يو موټر او نورمالونه يې لوټ کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته