کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له خولې خبر ورکړ چې د افغان پوځيانو په هغه هوايي بريد کې چې د هلمند ولايت د سنګين او نهر سراج د ولسواليو په مربوطاتوکې د طالبانو د ډلې پر پټنځايونو ترسره شول؛ د دغې ډلې شپږ تنه کليدي غړي ووژل شول او د دوى يو موټر او د وسلو يوه اندازه مهمات له منځه لاړل .
ختم- شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ