د طالبانو د چاودېدونکو توکو يوه زېرمه په هرات کې کشف شوه
کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو يوه زېرمه په هرات کې کشف شوه
دغه زېرمه د زنده جان ولسوالۍ په رباط کلي کې د طالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کېده.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د کومانډو ځواکونو دغه زېرمه نن سهار کشف کړه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې له دغې زېرمې څخه ۶٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، د هاوان ماينونه، لاسي بمونه او د چولو وسايل ترلاسه شوي دي.
د دغې زېرمې د ساتنې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
طالبان چاودېدونکي توکي د بمونو، ماينونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې استفاده کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا