کابل / د وری۲۰ مه / باختر
افغان ځواکونو په هرات کې د طالبانو د چاوديدونکو توکو د يو ډيپو د کشف اوله منځه وړلو خبرورکړ.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو يومقام باختراژانس ته وويل چې په دغه ډيپو کې ٢٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ساتل کېدل.
هغه وويل پوځيانو د دغه ډيپو له کشفولو وروسته هغه له منځه يوړل.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
وسله وال طالبان زياتره چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه واردوي اوله هغه څخه بمونه ، ځانمرګي واسکټونه او ماينونه جوړوي او په افغانستان کې په خپلو بريدونوکې ورڅخه استفاده کوي.
ختم-ج _ ا
9 د یوې دقیقې څخه لږ