کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د غور ولايت د دولتيار او پسابند دولسواليو په مربوطالباتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د وسلو او مهماتو دوه ډيپوګاڼې کشف او ترلاسه کړې.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر بآختر آژانس ته خبر ورکړ: په ترلاسه شويو وسلو او مهماتوکې پنځه کلاشينکوفونه، دوه ميله پيکاه، دوه تومانچې او د هاوان ٦٢ ماينونه، د ميزاييلو ٧ ماينونه او يوه اندازه پوځي تجهيزات شته.
تروريستانو غوښتل چې له دغو وسلو او مهماتو څخه په استفادې سره په غور ولايت کې تروريستي او ورانکار بريدونه ترسره کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ