امنیت

د طالبانو د مذاکره کوونکي هیئت د یوغړی زوی ووژل شو

کابل / د زمري ۵ / باختر
د طالبانو د مذاکره کوونکي هیئت د یوغړی زوی له امنیتي ځواکونوسره په جګړه کې وژل شوی دی.
د طالبانو د مذاکراتي هیئت غړی انس حقاني تایید کړې ده چې د طالبانو د مذاکره کوونکي مشرتابه او هیئت غړی محمد نبي عمري زوی عبدالحق عمري له امنتیي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شو.
حقاني په یو تویت کې د عبدالحق عمري د وژل کېدوخبرخپورکړی دی خو نورجزییات نه دي ورکړي.
د افغانستان حکومت اعلام کړی دی چې عبدالحق عمري د پکتیا لپاره د طالبانو پوځي مرستیال و چې له امنیتي ځواکونوسره په جګړه کې وژل شوی دی.
خلک وايي سره له دې چې د دغه ځوان له وژل کېدوڅخه خپه دي خو د عبدالحق وژل کېدل کولای شي د جګړې ناوړه پيغام د طالبانومشرتابه ته ورسوي او ووايي چې د زوی وژل کېدل څه مصیبت دی په داسې حال کې چې هره ورځ زیات خوانان د هرچا زوی او یا پلاردی چې په جګړو کې وژل کېږي چې پای یې معلوم نه دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته