امنیت

د طالبانو د ماین جوړولو دوه مرکزونه له منځه یوړل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۱۹ مه
د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په مانده ګي سیمه کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه او د ماین جوړولو دوه مرکزونه له منځه یوړل شول.
د افغان کومانډو ځواکونو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن عبدالقیوم نورستاني باختر اژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو دغه مرکزونه او پټنځایونه تېره شپه د افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته