کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
پوليسو نن د طالبانو د تروريستي ډلې يوغړى چې د ماين جوړولو مسووليت يې په غاړه درلود، په پروان کې ونيوه .
د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين د باختراژانس خبريال ته وويل پوليسو د طالبانو د تروريستي ډلې يو مهم غړى چې د ماينونو په تېره بيا د مقناطيسي ماينونو د جوړولو مسووليت درلود په پروان کې د عملياتو په بهير کې ونيوه.
نيول شوى سړى د تروريستي بريدونو د سازمان ورکولو په مقصد له بغلان څخه پروان ته راغلې و چې د پروان د بګرام له ولسوالۍ څخه د پوليسو په عملياتوکې ونيول شو.
د يو بل خبرله مخې، پوليسو د هرات ښار د اوومې حوزې د خواجه کلا له سيمې څخه يو بوشکه يي ماين او د غزني د زنه خان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه يو ښخ کړى شوى ماين چې د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوى و له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړ.
ختم_ ج _اکرم