امنیت

د طالبانو د شل کسيزې ډ لې يو سرګروپ ونيول شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
د ملي امنيت د رياست موظفينو د طالبانو د شل کسيزې تروريستي ډلې يو قوماندان په ميوندمشهور عبدالرحيم د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې ونيوه.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي:
نيول شوى سړى په کويټې شورا پورې اړوند د طالبانو د ډلې د تروريستي بريدونو له طراحانوڅخه و چې په روزګان ولايت کې يې په زياتو تروريستي بريدونوکې فعاله ونډه لرله.
دى د دغې ډلې په لارښوونه کابل ښار ته راغلى و او نيت يې درلود چې د کوچني اختر په ورځوکې په کابل ښارکې يو لړ تروريستي بريدونه طرحه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته