کابل/ د لړم ١٨مه/ باختر
په کندزکې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې يو قوماندان تېره شپه د کومانډو ځواکونو په عملياتوکې ونيول شو.
د ځانګړو ځواکونو قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو قوماندان عبدالباسط د کومانډويانو په عملياتوکې د کندز د چهار درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شو.
هغه زياته کړه: په عملياتوکې د دښمن يو رنجر موټر، درې موټرسايکلونه او يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوي دي.
نورستاني زياته کړه: په عملياتوکې دغه راز د دښمن پنځه قرارګاوې، د مهماتو درې زېرمې، يوجېل، د ډار اچوونکو فعاليتونو د روزنې يو مرکز، د هاوان او د توغندي ويشتونکي ٤٦ ګولۍ او نورجنګي وسايل له منځه وړل شوي او څه دپاسه ٢٠٠ ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.
نورستاني همدارنګه وويل: په عملياتوکې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د عيسى خېلو، حاجي رحمان، حاجي رحمت او تخت آباد کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل