د طالبانو د سرې قطعې مرستیال له دولسو تنو افرادو سره یې ووژل شو

کابل  باختر  د وږي ۳۱ مه
د طالبانو د سرې قطعې د مرستیال په ګډون ۱۳ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په کندز ولایت کې ووژل شول .
د کندز امنیه قواندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د باختر آژانس خبر یال ته وویل چې دغه ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې د دغه ولایت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي .
په وژل شویو کسانوکې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قاري جوره هم شامل دی .
نورستاني زیاته کړه چې په دې پیښه کي شپږ تنه نور ډار اچوونکي ټپیان شول او نور يې له ساحې څخه وتښتیدل.
د کندز امنیه قوماندان وویل چې  په دې پیښه کې یو سرتیری شهید او یو بل يې ټپیي شو .
پای – سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته