_کابل باختر دثور نهمه:
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو په دغه ولايت کې د طالبانو د سرې قطعې د اتلسو تنو غړو د وژلو خبرورکړ .
د بغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع باختراژانس ته وويل چې، په تېرو درې ورځو کې د طالبانو د خندق د عملياتو له اعلام وروسته د بغلان ولايت په څو سيمو کې بريدونه کړي دي خو نه دي بريالي شوي چې ډيره لږه لاسته راوړنه هم ولري .
سريع وويل چې، وسله والو طالبانو د ډنډ شهاب الدين ، خلا زايو ، د مرکزي بغلان ، خنجانو ، بورکې او د دوشي د ولسواليو په پوستو بريدونه کړي دي چې هغوى ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
ده زياته کړه چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې اتلس تنه غړي وژل شوي دي او درې ديرش تنه نور يې ټپيان شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل