امنیت

د طالبانو د جنګى وسايلو د مهماتو يوه ډيپو د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
په بغلان ولايت کې نن د پوځي عملياتو په بهيرکې نن د طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپوکشف شوه.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دپوليسودعملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کرکر په غرونوکې کشف او ترلاسه شوه.
په دغې ډيپوکې د داشکې، پيکا او د کلاشينکوف يو سلو شپيته بکسې ګولۍ ترلاسه شوې دي .
خبرځاى زياته کړه: طالبان د دغې ډيپوله مهماتو څخه په مرکزي بغلان کې دامنيت دګډو ډولو سبب کيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته