امنیت

د طالبانو دچاوديدونکوتوکو دوه ډيپوګانې کشف شوې.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د  وسله والو طالبانو دچاوديدونکو   توکو دوه    ډيپوګانې   په  زابل ولايت   کې
د پوځيانو دعملياتو په بهير کې کشف  شوې .
د رارسيدلو خبرونو له مخې :   په دغو ډيپوګانو کې په  سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او د هغوى جوړونکي  توکي ترلاسه شوي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحميدحميدباختر آژانس ته وويل : دغه  ډيپوګانې   پرون   د زابل ولايت مرکز قلات ښارته   په څيرمه سيمو  کې کشف شوي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې :  په دغو ډيپوګانو کې پنځه ويشت بوشکې چاوديدونکي توکې او د هغو دجوړولو شل بورۍ  پوتاشيم  ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي وسله والو طالبانو له دغو توکو دبمونو، ماينونو او دځانمرګو واسکټونو  په جوړولو کې استفاده کوله .
د اردو پوځيان وايي ددغو ډيپوګانو د ساتلو په اړوند څوک نه ديى نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته