امنیت

د طالبانو دوه تنه قوماندانان په هرات کې ونيول شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٣
د طالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ونيول شول.
دغه کسان په هرات کې د طالبانو جګپوړي قوماندانان دي چې له پاکستان څخه دستنيدو په وخت کې په شينډڼد ولسوالۍ کې ونيول شول .
دهرات ولايت دپوليسو يو مسول باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي کسان سيد حسام الدين چې په کاکا سيدا مشهور دى او په چشت شريف کې دوسله والو طالبانو دسرپرستي مسوليت په غاړه لري او بل يې عبدالعلى نوميږي چې په هرات کې ددغې ډلې قوماندان بلل شوى دى .
د طالبانو دغو قوماندانانو په ابتدايي تحقيقاتو کې اعتراف کړي دي چې څه موده مخکې دکويټې د شورا په غونډه کې دګډون په مقصد پاکستان ته تللي و ترورستي زده کړې يې کړي دي .
هرات ته ددغو کسانو دسفر هدف دترورستي ډلو دفعاليتونو سمون او دانتخاباتو ګډوډول بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته