امنیت

د طالبانو دعشراو زکات مسوول ونيول شو

کابل/ د مرغومي١٠مه / باختر 

د پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو نن په سرپل کې د وسله والو طالبانو دعشر او زکات د راټولولو مسوول ونيوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باختراژانس خبريال ته وويل: د پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د سرپل په شيرآباد کلي کې په هدفمندو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دعشر او زکات د راټولولو مسوول ونيوه.

نيول شوى کس محمد موسى نومېږي او په سرپل ولايت کې يې د وسله والو طالبانو دعشر او زکات  د راټولولو مسووليت پرغاړه درلود.

دغه تروريست په زوراو جبراو په ډول ډول پلمو د سيمې له خلکو څخه پيسې اخيستې.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته