سیاست

د طالبانو درې جګپوړي غړي آزاد شول

کابل/ د لړم ٢٨مه/ باختر
داسې خبرونه شته چې د طالبانو ډلې د حقاني شبکې درې جګپوړي غړي له بند څخه آزاد شوي او قطر ته رسېدلي دي.
د طالبانو دغه درې جګپوړي غړي له څو ورځني ځنډ وروسته د افغانستان له يوه جېل څخه آزاد شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د لړم په ٢١مه، د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشيد د آزادېدو خبر ټوليز کړ، خو ټينګار يې وکړ چې د طالبانو د درېيو جګپوړو غړو آزادېدل د شرطونو له مخې ترسره شوي دي.
انس حقاني او د طالبانو ډلې دوه نور غړي قطر ته، چېرته چې د طالبانو سياسي دفتر پکې دى؛ ولېږدول شول؛ خو بېرته کابل ولېږدول شول او بنديان شول او اوس يوشمېر رسنيو ويلي دي چې انس حقاني د حقاني شبکې له دوو نورو غړو سره د دوشنبې په ماښام د بګرام له جېل څخه آزاد او قطر ته ولېږدول شول، خو هغوى په قطرکې به په کورني بند کې وي.
ټاکل شوې ده دغه درې تنه د افغان – امريکايي پوهنتون له دوو استادانو سره چې درې کاله مخکې له کابل څخه وتښتول شول؛ تبادله شي، خو دغه تبادله تراوسه نه ده  ترسره شوې.
د دغو دوو استادانو د ژوند او روغتيايي حالت په اړه ضد او نقيض خبرې شته.
د طالبانو د درېيو جګپوړو غړيو د آزادېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د هېواد  جمهوررييس محمد اشرف غني تېرماښام د امريکا د بهرنيو چارو له وزير پامپيو او د دغه هېواد د ملي امنيت له سلاکار رابرت اوبراين سره په ټليفوني خبروکې د طالبانو د دغو جګپوړو غړو د آزادېدو د بهير په اړه خبرې اترې وکړې او ټينګار يې وکړ چې  د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره يو اوربند او يا د تاوتريخوالي کمښت ضروري دى.
جمهوري رياست ويلي دي چې امريکايي مقاماتو د جمهوررييس له تصميم څخه د خپل ملاتړ په اړه ټينګار کړى دى او ژمنه يې کړې ده: که چېرې طالبان ښه نيت و نه ښيي؛ د دغې ډلې د هر راز تاوتريخوالي په ځواب کې د افغانستان له حکومت         سره يوځاى کار وکړي.
جمهوري رياست دغه راز وايي چې په دغو خبرو اتروکې دواړو لورو موافقه وکړه    چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل او سياسي حل لارې ته د رسېدو لپاره اوربند او يا  د تاوتريخوالي کمښت د يوه مخکني شرط په توګه لازمي دى. 
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته