امنیت

د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته کې څلور تنه طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
په تخار ولايت کې پرون د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن عبدالقهار آرام باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه جګړه هغه وخت شوې چې يوې ډلې طالبانو د درقد ولسوالى په کهنه کلي کې دپوليسو پر پوستې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او په پايله کې يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه : اوس حالت عادي دى او طالبانو غرونو ته تښتيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته