امنیت

د طالبانوله منګولوڅخه دپنځلسو تنو ماين پاکوونکو د ژغورنې لپاره د هلوځلو پيل

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٤
په هرات ولايت کې د وسله والو طالبانو له منګولو څخه د پنځلسو تنو ماين پاکوونکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
د هلوترست د موسسې ماين پاکوونکي د اسلام قلعه په لويه لاره کې د ماينونو له پاکولو څخه د راستنيد په وخت کې د يرغلګرو له خوا وتښتول شول.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو له منګولو څخه د دغو ماين پاکوونکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
ده وويل چې دوى هلې ځلې کوې دقومي مشرانو په منځګړيتوب دغه ماين پاکوونکي آزاد کړي .
په همدې حال کې ويل کيږي د هرات د پوليسو مقامات د دغو ماين پاکوونکو د آزادولو د لارو چارو د څيړنې په خاطر اسلام قلعه ته تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته