خبرونهنړۍ

د صهیونست رژیم او ارتودوکس یهودانو ترمنځ اختلافات مخ په دېرېدو دي

نړۍ، د چنګاښ ۵مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلو سترې محکمې پرېکړه کړې، چې ارتودکس مذهبي یهودیان باید په پوځ کې شامل شي او له دفاع وزارت څخه یې غوښتي، چې په دې اړه مسوده چمتو او د پلي کولو لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي.
ارتودکس یهودیان اسرایلو کې یوه ډله ده، چې ځانونه مذهبيان بولي او ډېری وخت د تورات مطالعې ته ورکوي.
دغې ډلې د محکمې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او دا یې ناعادلانه پرېکړه بللې ده.
د ارتودکس اکثریت غړي د اسرایلو په پوځ کې له دندې ترسره کولو څخه د تښتې هڅه کوي.
تحلیل دا دی، چې محکمې دغه پرېکړه وروسته ترهغې کړې، چې صهیونست اشغالګرو پوځونو د غزې په روانه جګړه کې پراخ تلفات ورکړل او ډېر عسکر یې مړه او ټپیان شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته