د صهیونستي پوځ سخته مرګ ژوبله؛ اسرایلي او امریکایي مشرانو ټلفوني خبرې کړي

نړۍ، د مرغومي ۳مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د حماس غورځنګ له لوري په تاره خپاره شویو معلوماتو کې راغلي، چې د نن یکشنبې له پیل راهیسې د غزې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول شمالي سیمو کې د دوی ځواکونو پر صهیونستي پوځیانو درانه بریدونه کړي، چې ګڼ شمېر اشغالګر یې وژلي او ټپیان کړي دي.

حماس ویلي په دغو عملیاتو کې یې له پوځي موټرو، سپکو او درنو وسلو لکه ار پي جي پر مختتلیو راکټونو او نورو وسلو څخه کار اخیستی.

حماس په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز ویلي، چې د دوی د بریدونو پر مهال اسرایلي ځواکونو د مرستې نعارې وهلې او سخت ځپل شوي دي.

دې سره هممهاله له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د صهیونستي رژیم له مشر بنیامین نتانیاهو سره ټلفوني خبرې کړي او روانې جګړې په اړه غږېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې بایډن په دغې ټيلفوني اړیکه کې د ملکي وګړو او روغتیایي پرسونل د ژوند پر امنیت ټینګار کړی دی.

امریکایي لوری په داسې مهال د ملکیانو له مرګ ژوبلې څخه پر مخنیوي ټینګار کوي، چې ملګرو ملتونو کې یې څو ځلې د اوربند پرېکړه لیک سره مخالفت ښودلی او دغه راز له صهیونستي پوځ سره نظامي مرستې او له اسرایلي رژیم څخه ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته