خبرونهنړۍ

د صهیونستانو د هلاکت دوام؛ غزه کې درې نور اسرایلي سرتېري وژل شوي

نړۍ، د سلواغې ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلي رسنیو د راپورونو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونست پوځ درې نور سرتېري د غزې په بېلابېلو برخو کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.

د صهیونست رژیم د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د ټولو وژل شویو اسرایلي سرتېرو شمېر ۵۶۶ تنو ته رسېدلی، چې ۲۲۳ تنه یې غزه کې له حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو سره د مخامخ جګړې پر مهال او پاتې نور یې د روانې جګړې پر لومړۍ ورځ اسرایلو کې دننه د حماس په ناڅاپي او بریالیو بریدونو کې وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ارقام د اسرایلو د دفاع وزارت رسمي هغه دي او ځینې غیرې رسمي سرچینې او رسنۍ خبر ورکوي، چې دغې جګړه کې تر ۲۰ زره پورې اسریلي سرتېري وژل شوي او یا هم سخت ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته