خبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: په نږدې یوه میاشت کې ۶۰ ټنه ممیز روسیې ته صادر شوي دي

 کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د یوې میاشتې په کمه موده کې روسیې ته د ۶۰ ټنه ممیزو د صادرولو خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د حاجي علیجان د ممیزو پروسس او بسته بندۍ فابریکه هره ورځ د هېواد په کچه شاوخوا شپږ ټنه ممیز پروسس او بسته بندي کوي او د یوې میاشتې په کمه موده کې يې ۶۰ ټنه ممیز روسیې ته صادر کړي دي.

د یادې فابریکې مسئول علیجان ویلي دي: موږ اوس له کومې ځانګړې ننګونې سره مخ نه یوو؛ خو هڅه کوو چې دغې فابریکې ته لا زیات کارکوونکي جذب کړو.

د حاجي علیجان د ممیزو پروسس او بسته بندۍ  فابریکه د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې موقعیت لري چې پکې د دغه ولایت ۱۰۰ اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د پروان په بېلابېلو سيمو کې ٢٥ شرکتونه او فابريکې فعاليت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته