د صنعت او سوداګرۍ وزارت يو پلاوي ایران ته سفر وکړ

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیټ چارو د ریيس په مشرۍ، یو پلاوی ایران ته سفر کړی دی.
باختر اژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه وزارت د ترانزیټ چارو د رییس محمدالله بختیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی نن سهار ایران ته روان شو.
دغه سفر د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د هغه سفر په تعقيب ترسره کېږي چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوی و.
د ياد پلاوي د دغه سفر موخه په مخکېني سفر کې د هوکړه شویو موضوعاتو د تخنیکي چارو څارنه او په چابهار بندر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دایمي نمايندګۍ پرانیستل ښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضايي پلاوی هم نن سهار له ایراني مسوولینو سره پر يو لړ مهمو موضوعاتو د خبرو په موخه، تهران ته دوه ورځنی سفر وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته