سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین: د هېواد له صنعت او صنعتکارانو څخه بشپړ ملاتړ کوو

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال، د میدان وردګو له صنعتکارانو سره وکتل.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د میدان وردګو ولایت صنعتکارانو، د دغه ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د دغه پارک د زیربناوو جوړولو لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ویلي دي: «اوس د افغانستان د خلکو ژوند په بېړنۍ ډول د صنعت ودې ته اړتیا لري او په همدې خاطر موږ د هېواد له صنعت او صنعتکارانو څخه بشپړ ملاتړ کوو».

مولوي جمال زیاته کړې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د صنعتي پارکونو د زیربناوو جوړولو په اړه پلانونه لري او په وینا یې؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله صنعتکارانو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش د لا همغږۍ په اړه دغه وزارت ته لارښوونه کړې چې د زېربناوو په برخه کې دې یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړي چې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د بیې او همدارنګه د پارکونو قانون ترتیب شي.

ویل شوي چې د پارکونو قانون د طی مراحلو په حال کې دی چې له توشیح وروسته به يې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته