سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د يوناما له رئيسې سره وکتل

کابل، غبرګولي ۱۱مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي پرون په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د يوناما له رئيسې روزا اوتنباييوا سره وکتل.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي لاسته راوړنو، خصوصي سکټور د ستونزو او دغو ستونز ته د حل لارو پیدا کولو په اړه خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، چې په کتنه کې همدارنګه د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب د بېرته فعاله کېدو، د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د ملاتړ، د صادراتو د زياتوالي او د صنعت کاره مېرمنو لپاره د اسانتياوو برابرولو په تړاو هر اړخیز بحث وشو.
ياد وزارت په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته