د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د لبنياتو د تولیدوونکو ستونزې واورېدې
کابل، د لړم ۱۶مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، په کندهار ښار کې د لبنياتو له یو شمېر توليدوونکو سره کتلي دي.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د کندهار ښار د لبنياتو تولیدي کارخونو مسئولينو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ډاډ ورکړی، چې دغه وزارت د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره پوره هڅې کوي او د لبنياتو په سکتور کې د ځان بسياينې لپاره د ترجيحي تعرفو په وسيله، د دغه سکتور بشپړ ملاتړ کوي.