سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکيې له سفیر سره د غالیو پر صادراتو خبرې کړي

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جینک اونال سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو د جوړولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو د برابرولو، په ترکیه کې د افغاني لپاره  غالیو د صادراتو دایمې مرکز د جوړولو او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د غالیو د صادرولو په اړه خبرې وکړې.

عزیزي په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې د زمینې مساعد والي یادونه وکړه او د ترکیې پانګوال يې افغانستان کې پانګونې ته راوبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته