خبرونهاقتصادټولنهTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مستهلکینو چارو عمومي رئيس په بلخ کې د یو شمېر کارخونو د چارو ارزونه وکړه

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مستهلکینو چارو عمومي رئيس حافظ نجیب الله عظیمي بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د یو شمېر تولیدي کارخونو د چارو ارزونه وکړه.
عظیمې له هغو ملي سوادګرو او پانګوالو څخه چې په هېواد کې یې پانګونه کړې د مننې ترڅنګ د یادو کارخونو له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د شته معيارونو سره برابر خدمات وړاندې کړي او روغتیايي برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي امير محمد متقي وویل چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو او معياري توليداتو د وړاندې کولو په موخه د تولیدي کارخونو څخه د څار کمېسیون وخت پر وخت د کارخونو د فعالیتونو د څرنګوالي څارنه کوي.
نوموړي د ګدامونو پاکوالي، د توليداتو د کيفيت لوړوالي او د خلکو د غوښتنو سره سم معياري توليدات بازار ته وړاندې کول د دغه کميسيون د لومړيتوبونو څخه ياد کړل.
د یادونې وړ ده، چې د مزار شریف ښار یو شمېر ښاریانو هم د تولیدي کارخونو د چارو څارنه او ارزونه نېک اقدام وباله او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې بازار ته د باکیفته توکو د وړاندې کولو په موخه یاده لړۍ جاري وساتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته